د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې څلورو هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې کابل ته هم سفر کوي.
ټاکل شوې چې دغه سفر نن پیل شي. له قریشي سره په دغه سفر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او نور لوړپوړي چارواکي هم ملګرتیا کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، شاه محمود قریشي به له افغانستان سربېره، ایران، چین او روسیې ته هم لاړ شي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د قریشي د سفر موخه له ګاونډیو هېوادونو سره د تماسونو ساتلو په برخه کې د پاکستان د پالیسۍ یوه برخه ګڼلې ده.
دا اعلامیه وايي: «د دې سفر په ترڅ کې به د بهرنیو چارو وزیر د دغو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په لارو چارو وغږېږي».
په اعلامیه کې دا نه ده څرګنده شوې چې قریشي به لومړی کوم هېواد ته سفر وکړي، خو د افغانستان نوم د دغو څلورو هېوادونو په سر کې لیکل شوی دی.
تر دې وړاندې هم د روانې میلادي میاشتې په ۱۵مه کابل د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه و چې په ځینو مهمو مسایلو پکې خبرې وشوې.