د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د هېواد په ۵ زونونو کې به د خصوصي کمپنیو په پانګه ۲۰۰۰ مېګاواټه سولري برېښنا تولید شي.
د دغه وزارت سرپرست وزیر محمدګل خلمي وویل: «موږ د افغانستان په ۵ زونونو کې د ۴۰۰ مېګاواټو په ظرفیت چې په مجموع کې ۲۰۰۰ مېګاواټه سولري برېښنا کېږي، یوه بسته اعلان کړې چې خصوصي سکټور پکې پانګونه وکړي او د برېښنا شرکت چې د اوبو او برېښنا وزارت ملاتړی دی، دغه تولیدېدونکې سولري برېښنا وپېري».
د نوموړي په خبره، د دې پروژې د بشپړېدو لپاره اتلس میاشتې په پام کی نیول شوې چې کابو ۳۷۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.
د برېښنا شرکت ریيس امان الله غالب وویل، د سولري برېښنا په تولید سره به د هېواد په ډېری سیمو کې د برېښنا د کموالي ستونزه کمه او بیه به یې ټیټه شي.