له افغانستان څخه د متحده ایالتونو د نیمايي سرتېرو د ایستلو تر پرېکړې وروسته، لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی چې پر ولسمشر ټرمپ د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو لپاره فشارونه زیات شوي دي.
امریکایي ورځپاڼې واشنګټن ايګزماينر په يوه مقاله کې لیکلي چې د بلک واټر کمپنۍ پخوانی ریيس اېرېک پرېنس له ډونالډ ټرمپ سره خپلې اړيکې نږدې ساتلې او نوموړی دې ته هڅوي، چې د افغانستان جګړه قراردادي او خصوصي کمپنیو ته وسپاري.
د بلک واټر پخواني رییس له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو او د امریکا دفاع وزیر له استعفا وروسته ویلي چې «مونږه را روان یو».
پوځي شنونکي د افغان جګړې خصوصي کول د افغانانو په خیر نه بولي او دا د پخوانیو تجربو د تکرار په معنا بولي.
د پوځي چارو شنونکی محمد طاهر یرغل وایي: «د دې خو زه هېڅکله طرفدار نه یم چې په افغانستان
کې دې جګړه او یا د امنیت تامینول یا زموږ له وسله وال پوځ سره دې مرستې خصوصي کمپنیو ته وسپارل شي، ځکه د منظمو قوتونو او خصوصي امنیتي کمپنیو ترمنځ ډېر غټ توپیر دی او هغه یو ځل په افغانستان کې ازمویل شوي دي او د افغانستان خلک ورڅخه ښه خاطره نه لري».
په ورته مهال د ملي شورا غړي که څه هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د افغان سولې لپاره یو ښه اقدام بولي، خو ټینګار کوي چې د امریکایي ځواکونو بدیل باید جنایتکارې ډلې او خصوصي امنیتي کمپنۍ نه وي.
دوی وایي، که امریکا افغان جګړه بلک واټر او یا کومې بلې خصوصي امنیتي کمپنۍ او ملېشه یي ګروپونو ته سپاري، دا په دې معنا ده چې متحده ایالتونه لا هم په افغانستان کې په جګړې پانګونه کوي.
د مشرانو جرګې غړی غیرت بهیر وايي:« امریکایانو چې کومه فیصله کړې او خپل قوتونه کموي او وځي، اصولاً دا هغه خبره ده چې هر افغان باید ترې هرکلی وکړي. که د دې بدیل بلک واټر وي، دا د جنګ تسلسل دی، د جنګ دوام دی او افغانستان به یو بل بحران ته بوځي.»
د افغان جګړې د خصوصي کولو په تړاو دغه څرګندونې داسې مهال دي چې تازه ولسمشر غني د ملي دفاع وزارت لپاره اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت لپاره امرالله صالح د نویو وزیرانو په توګه نومولي او په دې ګومارنو سره د جګړې شدت او یا هم کمېدل به وښيي چې واشنګټن په افغانستان کې څه غواړي.