د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ثبت شویو شکایتونو مستندوالي ته په کتو ښايي چې د ځینو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې سل سلنه بدلونونه راشي.
د دغه کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل وویل، د ځینو ولایتونو د بیاځلي ثبت شويو شکایتونو څېړنه بشپړه شوې او د ځینو ولایتونو د څېړنې په حال کې ده. د نوموړې په خبره، د څېړل شویو شکایتونو له مخې کېدای شي چې د ځینو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې له ۵۰ تر ۱۰۰سلنه بدلونونه راشي.
حقمل وویل: «په پایلو کې بدلون حتمي دی. د ثبت شویو شکایتونو مستندوالي ته په کتو کېدای شي چې په ځینو ولایتونو کې سل په ځینو کې پنځوس او په ځینو کې اویا په سلو کې په لومړنیو لېستونو کې تغیرات راشي».
نوموړې زیاته کړه چې شکایتونه په ولایتونو کې ثبت شوي او لومړۍ څېړنه یې هم هلته کېږي او ځینې اوس هم د ثبت په حال کې دي.
ټاکل شوې وه چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۱۹مه اعلان شوې وای، خو د ټاکنو کمېسیون وايي، په ټاکنو کې ځینو ستونزو او شکایتونو ته په کتو، دا پایلې په مقطعي ډول اعلانوي.
د یاد کمېسیون چارواکي وايي، تر اوسه یې د ولسي جرګې د ټاکنو د ۳۰ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او ټاکل شوې چې د کابل، پکتیا او بغلان ولایتونو او د کوچیانو د حوزې پایلې هم ژر اعلان شي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته وویل، دا د شکایتونو د کمېسیون مسوولیت دی چې ثبت شویو شکایتونو ته شفافه رسېده ګي وکړي او په لومړنیو پایلو کې بدلون حتمي امر دی.
نوموړي وویل: «د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۳۰ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د شکایتونو کمېسیون مسوولیت لري، څو ټولو ثبت شویو شکایتونو ته رسیده ګي وکړي، حق حقدار ته وسپاري، ممکن په لومړنیو پایلو کې تغیرات راشي».
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو په اعلان کې له احتیاطه کار نه دی اخیستی، نو لازمه ده چې د شکایتونو کمېسیون ثبت شوي شکایتونه په دقت سره وڅېړي.