له يوې اوونۍ راهيسې په کابل ښار کې د خوراکي توکو په تېره د غوړیو، اوړو او وریجو بیې راټیټې شوې دي. کابل ښاریان د خوراکي توکو د بیو له ټیټېدو خوښ دي او وايي، دا کار تر ډېره د بې وزله کورنیو په ګټه دی او له ا.ا غواړي چې پر بازار څارنه ولري. له بلې خوا یو شمېر هټۍوال وایي چې د غنمو او تېلو د وارداتو په اړه له روسیې سره د افغانستان تړون په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې ټیټې کړې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، په نړۍ کې د خوراکي توکو او تېلو د بیو ټیټېدو، په افغانستان کې د خوراکي توکو په تېره بیا اوړو، وریجو او غوړیو پر بیو مثبته اغېزه کړې ده. افغانستان تر ډېره خوراکي توکي او د اړتیا وړ تېل د منځنۍ اسیا له هېوادونو، روسیې او ایرانه واردوي.



































