د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې چې له دې وروسته هېڅ ډاکتر له درملتونونو سره د اړیکو پر بنسټ، د شفري نسخو د لیکلو اجازه نه لري. د دې وزارت د ویاند شرافت زمان لهخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د ډاکترانو لهخوا درملتونونو ته د شفري نسخو لیکل، غیرقانوني بلل شوي. خبرپاڼه کې زیاته شوې، ډېر ژر به اړونده ادارو ته په رسمي او مکتوبي شکل دا خبر ورکړل شي. د روغتیا وزارت دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د هېواد اوسېدونکي شکایت کوي، چې ډاکتران له درملتونو سره د خپلو اړیکو له مخې، شفري نسخې لیکي چې دا درمل بیا په نورو درملتونونو کې نه پیدا کېږي.





























