د پنټاګون تحلیل کوونکو واشنګټن پوسټ ته ویلي چې ټرمپ له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو مسئله د ترهګرو تر ختمولو پورې مشروطه کړې وه، خو اوس ناڅاپي نوي خبرونه اورېدل کېږي. ددوی په وینا ټاکل شوې وه، چې امریکايي ځواکونه به د جګړې په ډګر کې پر طالبانو فشارونه ډېر کړي او دغه ډله به د سولې خبرو ته اړ باسي، خو اوس ټرمپ غواړي خپل نیمايي عسکر له دغه هېواد وباسي. د پنټاګون د شنونکو په وینا په داسې حال کې چې د سولې خبرې نوې پیل شوې دي، افغان امنیتي ځواکونو نیمګړتیاوې لري، د سولې د مذاکراتو پایلې لا معلومې نه دي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو مسئله د اندېښنې وړ ده. د پنټاګون شنونکو ویلي دوی په همدې میاشت کې په افغانستان کې د تېر یوه کال جګړه ارزوي او په دې باور دي چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې جګړه خونړۍ شوې ده. دوی د سرتېرو د ایستلو په مسئله کې د احتیاط سپارښتنه کړې ده.