د سره صلیب نړيواله کمېټه وايي چې افغانان د بېوزلۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. د سره صليب نړيوالې کمېټې نن په يوه ټويټ کې ويلي چې افغانستان کې د بشري وضعيت د لا خرابېدو د مخنيوي لپاره لا ډېرې پانګونې ته اړتيا ده. سرچينې زياته کړې چې په لسګونو زرو افغانانو تېر يوه کال کې دندې له لاسه ورکړې چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د سره صليب د نړيوالې کمېټې دا خبرداری په داسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ له شپږو ميليونو ډير افغانان دمګړۍ له لوږې سره مخ دي. ملګرو ملتونو دغه راز ويلي چې د ژمې په را رسېدو سره به بېوزلي لا ډيره پراخه شي.



































