کندهار ته د بهرنيو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال ملا شمس الله صمیم وايي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې دغه ولایت ته ګڼ شمېر بهرنیو سیلانیانو مخه کړې ده. نوموړي د سیلانیانو د زیاتوالي لامل د کندهار لرغونتوب او ډاډمن امنیت ښودلی دی. نوموړی وايي، وایي هڅه کوي چې دغه ولایت ته لا ډېر سیلانیان جذب کړي څو له یوې خوا د افغانستان د فرهنګ پالنه وشي او له بلې خوا سیاحت د سیمې خلکو ته په عایداتي سرچینه بدل شي.



































