د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لړ مهم اسناد ښيي چې پاکستان د افغانستان د جګړې پر مهال د اټومي بم په جوړولو کار پيل کړی و. په دغه اسنادو کې راځي چې په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کال کې پاکستان د اټومي بمونو د جوړولو هڅه کوله، خو دا چې په افغانستان کې دامریکا لپاره د شوروي اتحاد ماتول مهم و، نو ځکه واشنګټن د پاکستان پر اټومي مسایلو ډېر تمرکز و نه کړ. دغه سندونه ښيي چې پاکستان د افغانستان د جګړې په اړو دوړو کې او په افغانستان کې د شوروي ضد جګړه کې د ځينو هېوادونو له مصروفیت په استفادې اټومي وسلې جوړې کړې دي. امریکا هم اوس منلې چې د افغانستان د جهاد له برکته پاکستان د اټومي وسلو خاوند شو، کنه امریکا باید د پاکستان ددغه کار مخه همغه وخت ډب کړې وای.