کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموريت يا يوناما وايي چې تېر يوه کال کې يې افغانستان ته څه باندې يو ميليارد ډالره د بشري مرستو د رسولو په موخه راوړي دي. يوناما په يوه ټويټ کې ويلي چې يادې پيسې په نغدي ډول افغانستان ته راوړل شوې او دلته ميليونونو اړمنو او زيانمنو شويو افغانانو ته پرې مرستې برابرې شوې دي. په ټويټ کې د سپيناوي په ډول ويل شوي چې افغانستان ته راوړې پيسې يې يوه تجارتي بانک ته سپارلې دي او د افغانستان بانک يا د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي ورته لاسرسی نه لري. د يوناما دا سپيناوی تر هغې وروسته دی چې پرون په تېره يوه مياشت کې د نړيوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو پنځمه جوپه چې ۴۰ ميليونه ډالره وو هم افغانستان ته را ورسېدل.



































