د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي نن د کابل په ګډون څلورو هېوادونو ته خپل سفر پيلوي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د محمود قریشي سفر نن پیلېږي او په دې لړ کې، چین، روسیې، ایران او افغانستان ته ځي. هغه په دې سفر کې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزه، سولې، امنیت او نورو مسایلو خبرې کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې قریشي غواړي په سیمه کې د روانو مهمو مسایلو په اړه د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره مفصل بحثونه ولري. ددغه وزارت خبرپاڼه وايي پاکستان غواړي د سیمې له هېوادونو سره یې اړیکې ښې شي او پر دوه اړخیزو اړیکو بحثونه ولري. پاکستانی وزیر داسې مهال خپل سفر پيلوي چې د افغانستان د سولې خبرې روانې دي او قریشي هم ویلي چې د سفر بله موخه یې په سیمه کې د سولې په اړه بحثونه کول هم دي.