د ملي دفاع وزارت وایي، هوایي ځواکونو له امریکا څخه څلور نورې ایم ډي ۵۳۰ ډوله بمبار کوونکې چورلکې ترلاسه کړې دي. د دغه وزارت ویاند جاوېد احمد غفور ویلي د دې چورلکو لپاره پیلوټان ښه روزل شوي او نور پیاوړي تخنیکي کارکوونکي هم لري او په جګړه ییزو عملیاتو کې به ترې ګټه اخیستل کېږي. نوموړي دغه چورلکې په عملیاتو او جګړو کې ډېر اغېزمنې وبللې او ویې ویل چې اوس مهال په ډېرو عملیاتو او جګړو کې له همدې بمبار کوونکو چورلکو کار اخیستل کېږي. بلخوا د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د ۲۰۱۹ زېږديز کال د مارچ تر میاشتې پورې به افغان هوایي ځواکونو ته ۷ نوې جنګي او کشفي الوتکې ورکړل شي.