د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان اوس هم په روغتیايي برخه کې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او څه باندې ۱۸ میلیون کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان ویلي چې د تېر یو کال په اوږدو کې، په افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په بېساري ډول زیات شوی او د سپټمبر میاشتې تر وروستیو پوري، په خوارځواکۍ اخته ۳۴زره ماشومانو درملنه یې کړې ده. په راپور کې راغلي چې دغه سازمان په ټول افغانستان کې د خوراځواکۍ درملنې په ۱۲۷ مرکزونو کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، هغوی د روغتیايي مرکزونو په زیاتوالي او لومړنۍ درملنې ته په لومړیتوب ورکولو سره، په لرې پرتو سیمو کې د خپلو روغتیايي خدماتو له وړاندې کولو ملاتړ کوي.



































