په غزني کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د ماين چاودنې له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي دي. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري ويلي چې دا چاودنه پرون مازديګر د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملکي وګړو پر يوه موټر چې پکتيکا ته روان و، شوې ده. هغه زياته کړه چې د چاودنې له امله په موټر کې سپاره ټول ملکي وګړي وژل شوي خو دا يې په ډاګه نه کړه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو او که نه. نوري وايي چې د دې لارې په اوږدو کې ډېرى مهال وسله وال طالبان د دولتي ځواکونو لپاره ماينونه خښوي چې بيا پر ملکي وګړو چاودنې کوي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.