پاکستان ژمنه کړې چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، محمود قریشي د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره دلیدنې پر مهال د سولې په برخه کې دهمکارۍ ژمنه کړې ده. ددغه وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، په لومړنیو خبرو کې محمود قریشي ژمنه کړې، چې پاکستان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي. د قریشي په وینا پاکستان هڅه کوي او دا ژمنه کوي چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي او په دې توګه به دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني بیا ویلي، افغان حکومت هیله لري چې راتلونکی کال د افغانستان د سولې هڅې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي او دلته روانه خونړۍ جګړه ختمه شي.