د افغانستان اړوند يو لرغونی اثر چې د کورنيو جګړو پر مهال بهر ته قاچاق شوی و، بېرته هېواد ته را لېږدول شوی دی. دغه اثر د مرمر ډبرې پر يوې ټوټې خطاطي او نقاشي شوی چې د اسلامي دورې اړوند دی او تر دې وړاندې د ماليزيا د اسلامي هنرونو په موزيم کې نندارې ته اېښودل شوی و. د افغانستان د ملي موزيم چارواکي وايي چې ياد اثر د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي اړيکو د رياست په هڅو او د قطر په مالي مرسته بېرته هېواد ته را لېږدول شوی او ملي موزيم ته سپارل شوی دی. د يادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي موزيم ګڼ شمېر اثار د کورنيو جګړو پر مهال لوټ او بهر ته قاچاق شوي چې وروستيو کې يې د بياځلې را لېږدولو هڅې چټکې شوې او يو شمېر اثار بېرته ملي موزيم ته سپارل شوي دي.



































