د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونه وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د زعفرانو محصولات ډېر شوي، خو قیمت یې راټیټ شوی دی. د یاد ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر سعد خطیبي ویلي، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې په دغه ولایت کې ۱۳ ټنه زعفران تولید شوي، خو د یو کیلو زعفرانو بیه ۶۵۰ امریکایي ډالره ده، حال دا چې مخکې به یو کیلو زعفران تر ۲۰۰۰ ډالرو پورې پلورل کېدل. د خطیبي په خبره، د دغه ولایت ګڼ شمېر خلک د زعفرانو د کښت په برخه کې په کار او بار بوخت دي او له همدې درکه خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي.