د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له ایران سره یې افغانستان ته د مایع ګازو د واردولو په اړه خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره ورځ د مايع ګاز له واردوونکو سره په ليدنه کې ویلي، هڅه کوي چې د راتلونکي ژمي پر مهال د مايع ګاز د بيو د لوړوالي مخه ونيسي. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د سرپرست وزیر په حواله راغلي چې په دې اړه يې د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د ګازو او نفتو د واردولو په اړه خبرې کړې دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، قمي په دغو خبرو کې ډاډ څرګند کړی چې ایران به له افغانستان سره د مایع ګازو د واردولو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي. عزيزي له سوداګرو غوښتي، تر څو له ايران څخه د مايع ګاز او له روسيې څخه د نفتو او ګازو د واردوونکو شرکتونو لېسټ ترتيب او ور ويې سپاري.



































