ولسمشر غني نن په کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره پر افغان سوله او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل. د سرچینې په وینا په دغه کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او مسایلو، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او د بین الافغاني مذاکراتو د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکاري مهمه وبلله. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان، عمران خان ته د ټرمپ له وروستي خبرداري وروسته د افغان سولې برخه کې ظاهراً خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.