د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تلې په ۱۶ او ۱۷مه نېټه له ايران څخه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوي چې له دې ډلې نزدې ۱۹۰۰ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د تلې په ۱۶ او ۱۷مه نېټه لـه ایـران څخه د نیمروز له لارې ۲۳۱۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۱۸۶۹ کسان په چبري او ۴۴۹ نور په خپله خوښه راستانه شوي دي. سرچینه زیاتوي، له دغو کسانو ۲۲۶ يې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. د روان کال له پیله د وږي تر ۲۰مې، شاوخوا ۲۵۲زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې ۱۳۵زره هغه کډوال دي چې له ايرانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.





























