د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا يو ځل بيا له افغانانو سره د مرستې لپاره د بېړنيو اقداماتو غوښتنه کړې ده. اوچا نن په يوه ټويټ کې ويلي چې ۹۰ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري، ۷۸ سلنه هغو د ژوند د پرمخ بېولو لپاره د پورونو اخيستلو ته مخه کړې او دغه راز ۵۰ سلنه نور بيا بشري مرستو ته اړ شوي دي. اوچا چې له څو مياشتو راهيسې د افغانانو د بد اقتصادي وضعيت خبرداري ورکوي، تازه يو ځل بيا ټينګار کړی چې د افغانانو د اړتياوو د پوره کولو لپاره بايد همدا اوس اقدام وشي.



































