د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له پاکستان سره د افغان سوداګرو راکړه ورکړه کمه شوې ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي چې پاکستان د افغان سوداګرو د کاروبار او د مالونو د ترانزيټ په برخه کې ګڼ خنډونه رامنځته کړي چې له کبله يې سوداګرو د دغه هېواد پر ځای نورو ګاونډيو هېوادونو ته مخه کړې ده. الکوزی زياتوي چې د پاکستان له لوري د رامنځته کېدونکو خنډونو په تړاو يې خپل غږ د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له لارې چارواکو ته رسولی، خو په وينا يې چې د هواري لپاره يې لا ګام نه دی پورته شوی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه، چې يو وخت تر دريو ميلياردو ډالرو اوښتې وه اوس اتو سوو ميليونو ډالرو ته را ټيټه شوې ده.



































