وروسته له هغه چې امریکا په راتلونکي پسرلي کې له افغانستانه د خپلو اووه زره سرتېرو ایستلو پرېکړه وکړه، د افغانستان ولسي جرګه له حکومته غواړي چې د سولې، د بهرنیو ځواکونو د احتمالي وتلو او ټاکنو په اړه دې مسوولانه چلند وکړي. ولسي جرګه وایي، د سولې په پروسه کې وېشلو نظرونو، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو احتمالي وتل او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ستونزو شتون هغه څه دي چې دوی یې سخت اندېښمن کړي دي. وکیلان وایي چې که دغو ستونزو ته پاملرنه ونه شي افغانستان به یو ځل بیا له سختو کړکېچونو سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه له افغانستانه د خپلو اووه زره عسکرو ایستلو پرېکړه وکړه چې په هېواد دننه او دباندې یې د خلکو سخت غبرګونونه را وپارول.