د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، ښایي راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې وځنډېږي. د یاد کمیسیون یو کمېشنر رفیع الله بیدار وايي، د ټاکنیزو چارو د لا ښه والي او سمون راوستلو لپاره ډېر وخت او کار ته اړتیا لري. بیدار دغه راز ویلي، په دې برخه کې یې له بېلابېلو ښکېلو اړخونو سره خبرې پیل کړې دي. هغه وویل، کمیسیون له سیاسي ګوندونو، څارونکو ادارو، مدني ټولنو او دولت سره چې مالي او امنیتي اسانتیاوې برابروي خبرې پیل کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسون تر دې وړاندې ۱۳۹۸ کال د وري ۳۱مه د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه اعلان کړې ده.