د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ د دغه ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کمېټې په استازيتوب ياد کانګرېس ته راپور وړاندې کړ.
شي جين پينګ وويل، چې چين د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او سيمو عمده سوداګريز همکار دی او له نورو هېوادونو سره يې د تجارتو عمومي ارزښت په نړۍ کې لومړی مقام نيولی، په هېواد کې دننه د راجلب شوو بهرنيو پانګو او په نورو هېوادونو کې يې پانګونې په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی، چې په لا لوی چوکاټ او پراخو ساحو کې يې په ژوره کچه د ورخلاصون جوړښت رامنځته کړی دی.شي جين پينګ د دې ګوند د ۱۹مې مرکزي کمېټې په استازيتوب ياد کانګرس ته راپور وړاندې کړ. هغه دې ته په اشارې سره ويلي چې له لسو کلونو راهيسې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له ۵۴۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه ۱۱۴۰۰۰ ميليارډو يوانو ته زيات شوی دی. دغه راز د چين اوسنۍ عمومي اقتصادي اندازه د نړيوال اقتصاد په عمومي اندازه کې ۱۸ اعشاريه پنځه سلنه نيولې چې دغه رقم د لس کاله مخکې په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه دوه زيات شوی او په نړې کې يې دوهم مقام نيولی دی.



































