برېښنا شرکت خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړ چې د برېښنا د لګښت پورونه دي ورکړي، ګنې جایدادونه به یې خرڅ کړي. د برښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندي نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ډېر پوروړي یې د مخکیني حکومت یوشمېر زورواکي او سیاسیون دي چې پور یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ته رسېږي. میوندي زیاته کړه چې د برېښنا له درکه پوروړو ټولو سیاسیونو او زورواکو ته یې خبر ورکړی چې خپل پورونه ادا کړي. ده وویل، که دوی خپل پورونه ورنه کړي، اړ دي چې جایدادونه یې خرڅ کړي. د برېښنا شرکت مسوولینو که څه هم د کوم زورواکي او چارواکي نوم وانهخیست، خو زیاته یې کړه چې تر دې دمه ۳۳ کسان دې ته چمتو شوي، څو د برېښنا د لګښت پور پرې کړي.



































