د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، روانه اونۍ به هم د پاتې دریو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان نه شي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د دغه ځنډ لامل د دریو ولایتونو د رایو بیا شمېرنه او ځینې نورې ستونزې ښودلې.
نوموړي وویل: «د کابل په ګډون درې ولایتونه پاتې دي او د کابل ۶۰ سلنه رایې سيسټم ته داخلې شوې او زموږ همکاران کار کوي، څو ټول معلومات سیسټم ته داخل کړي او راتلونکې اونۍ د کابل په ګډون د دریو ولایتونو ابتدايي نتایج اعلان کړي».
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د لیندۍ تر ۱۰مې به د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ځینو ستونزو او شکایتونو ته په کتو، نتایج په څو پړاوونو کې اعلانېږي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه یې د ۳۰ ولایتونو ابتدايي پایلې اعلان کړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه راز وايي، د ولسي جرګې وروستۍ پایلې به د شکایتونو کمېسیون له څېړنو وروسته د یوې میاشتې په ترڅ کې اعلان شي.
خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا وايي، د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ، د دوی پر مهالوېش هم اغېز کړی دی.
په ورته وخت کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، د ټاکنو کمېسیون په خپلو چارو کې د پاتې راتلو له امله دغه ملي بهیر تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
د دغه بنسټ اجرایوي رییس یوسف رشید وویل: «په خواشینۍ سره چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو له پروسې سره لوبه کوي او موږ له دې امله اندېښمن یو او خلک هم نور له دې بحثه ستړي شوي. بل اړخ شکایتونو کمېسیون دی چې شکایتونو ته رسیدهګي کوي او هغه هم وخت نیسي او که چېرې موږ په دلوې میاشت کې هم د انتخاباتو د نهايي نتایجو شاهد و اوسو، دا به یوه لویه لاسته راوړنه او بریالیتوب وي.»