روسيې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د اړينو توکو يوه بله جوپه چې ۶۵ ټنه وزن لري کابل کې د ا.ا چارواکو ته سپارلې ده. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ويلي چې د مرستو دا جوپه د روسيې د پوځ په الوتکو کې کابل ته را استول شوې او افغان لوري يې له کبله له روسيې مننه کړې ده. په بيان کې له افغانانو سره د روسيې د بشري مرستو د دوام ژمنه هم تازه شوې ده. دا مرستې تر هغې څو ورځې وروسته کابل ته را رسېدلې دي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د لويديځ له لوري د افغانستان د ګنکل شويو شتمنيو د ازادېدو غوښتنه وکړه او دغه راز يې پر لويديځ غږ وکړ چې د اشغال له کبله يې افغانستان ته د اوښتو زيانونه تاوان ورکړي.



































