امریکا وايي، ایران د روسیې په اشغال شوې کریمیا کې پر اوکراین د ډرون بریدونو کې د مرستې لپاره پوځي ماهرین ځای پر ځای کړي دي. د سپینې ماڼۍ په وینا په کریمیا کې ځای پر ځای شوي ایرانیان روزونکي او د تکنالوژۍ ماهرین دي. د سپینې ماڼۍ ملي امنیت ویاند جان کیربي ویلي د دوی ارزونه دا ده چې ایراني پوځي کسان په کریمیا کې دي او له روسیې سره یې په دې عملیاتو کې مرسته کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې نسبتاً لږ شمېر ایرانیان هلته د تخنیکي مرستې لپاره تللي او روسان د ډرون کارولو چاره تر سره کوي. کیربي زیاته کړې تهران اوس د عمل په ډګر کې مخامخ د داسې وسلو په ورکړه کې ښکېل دی، چې په اوکرایین کې پر ملکیانو او ملکي تاسیساتو اغېز کوي. د نوموړي په وینا امریکا به له هرې لارې د ایران د دې کړنو په وړاندې مقابله وکړي.





































