د کرنې او اوبو لګونې وزارت وایي، سږ کال یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۳۵ زیاتې د اوبو لګونې پروژې پلې کړې.
له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو لګونې پروژو پر تطبیق ۲،۹ میلیارده افغانۍ لګښت شوی چې ۵۱ زره هکټاره کرنیزې ځمکې ورسره خړوبې شوې دي.
د کرنې وزارت په خبره، له دغو پروژو څخه ۱،۲ میلیونه افغانان برخهمن شوي. تر دې وړاندې به ۵۰ سلنه کرنیزې اوبه د ناسم مدیریت له امله ضایع کېدلې، خو د دغو پروژو په پلي کېدو سره د اوبو دغه اندازه ضایعات ۳۵ سلنه راکم شوي دي.
په افغانستان کې ډېری ځمکې د اوبو د نشتوالي له امله شاړې دي او که د اوبو لګولو لازم سیسټمونه رامنځته شي، دا به تر ډېره په هېواد کې کرکیله پراخه او د بزګرو اقتصاد به پیاوړی کړي.