د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، امریکا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغانستان دوو بانکي معاملو ته اجازه ورکړې چې یوه یې د نویو چاپ شویو بانکنوټونو لګښتونه وو چې د افغانستان مرکزي بانک لخوا تادیه شول. ویسټ په یوه مجازي ناسته کې ویلي چې ډیر ژر به کابل ته د افغانیو نوي بانکنوټونه را ورسیږي. ورته مهال د افغانستان بانک پخواني سرپرست واحد نوشېر هم ویلي چې ډېر ژر به نوي چاپ شوي د افغانۍ بانکنوټونه بازار ته راووځي.



































