فرانسې، جرمني او بريټانيې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د روسيې له لوري د اوکراين په جګړه کې د ايراني بې پيلوټه الوتکو د کارېدو په اړه بې پرې پلټنې وکړي. په ملګرو ملتونو کې د فرانسې، بريټانيې او جرمني مشرانو د يوه ليک په استولو سره ويلي چې د ملګرو ملتونو د سکرتريت ډله بايد په اوکراين کې د ايراني بې پيلوټه الوتکو د کاريدو په تړاو بې پرې او هر اړخيزې پلټنې وکړي. د ملګرو ملتونو د سکرتريت ډله د ياد سازمان د ۲۲۳۱ ګڼې پرېکړه ليک پر پليتابه نظارت کوي. د ياد پرېکړه ليک پر بنسټ پر ايران د هغه هېواد د اټومي فعاليتونو له کبله ځينې بنديزونه لګول شوي چې د وسلو او نظامي تجهيزاتو نه انتقال هم پکې شامل دي. د اروپا دريو مخکښو هېوادونو ويلي چې دوی په اوکراين کې د ايراني بې پيلوټه الوتکو د کاريدو په تړاو پلټنو کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.





































