د پکتیا ولایت د مچلغو بند چې له تېرو پنځلسو کلونو راپه دېخوا یې د سروې چارې پیل شوې، تر دې مهاله یې د عملي کار څرک نه لیدل کېږي.
د دغه ولایت ځایي اوسېدونکي وایي، هرځل چې ولسمشر دغه ولایت ته سفر کوي، خلکو ته د دغه بند د جوړولو ژمنه ورکوي، خو تر دې مهاله یې د رغونې لپاره عملي اقدام نه دی شوی.
ځایي اوسېدونکي وایي، حکومت په تشو ژمنو خلک تېر باسي او په یوه او بله بهانه یې چارې ځنډول کېږي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکي دغه راز وایي، د سیمې خلکو د دې پروژې د امنیت ډاډ ورکړی، خو چارواکي بیا هم په همدې پلمه د بند د جوړولو چارې ځنډوي.
د پکتیا ولایتي شورا غړي هم وایي چې د دغه بند د جوړلو لپاره یې د ولایتي چارواکو ترڅنګ ولسمشر ته هم مراجعه کړې، خو غږ یې نه اورېدل کیږي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړی سخي جان وفايار وایي: « موږ ته ټول دروغ وایي، کنه د امنیت هېڅ مسئله هم نشته، کراره کراري ده، دروغ راته وایي او په وعدو وفا نه کوي».
د اوبو او برېښنا وزارت مسوولان هم د دغه بند د جوړولو په برخه کې شته ستونزې مني، خو وایي، د بند د سروې چارې بشپړې شوې او ژر به یې عملي چارې پیل شي.
د اوبو او برېښنا وزارت د دغه بند د جوړولو دویم قرارداد له یوه پاکستاني شرکت سره کړی، خو ځایي اوسېدونکي وایي، له دوو اونیو تېرېدو وروسته لاهم سیمې ته د شرکت تخنیکي کارکوونکي نه دي حاضر شوي.