ايراني چارواکو د ا.ا د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو سره د کابل د شاه و عروس بند د جوړولو په چټکتیا کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. په دې اړه په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست حسن شیرازي د اوبو او برېښنا وزارت له مرستيال مجیب الرحمن عمر سره لیدلي دي. شیرازي د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې به د ایران د سفارت له خوا د اړتیا وړ همکاري ترسره شي. دواړو لورو هوکړه کړې چې د اوبو او انرژۍ وزارت تخنیکي مسوولین د ایران د سفارت له مسئولینو او د قراردادي شرکت له استازو سره د پروژې د ستونزو د حل او د پاتې کارونو د چټکتیا په موخه یوه ناسته ترسره کړي.



































