د نيمروز د ټولګټو چارو رييس محمد مقصود اجمل وايي، د زرنج – دلارام لويې لارې د بيارغونې چارې د ۱۷ ميليونه شپږ سوه زره افغانيو په لګښت پيل شوې دي. نوموړی وايي، چې د دې لويې لارې د بيارغونې په بشپړېدو سره به د ترافيکي پېښو کچه راټيټه شي. بلخوا د نيمروز اوسېدونکي د دې لويې لارې په بیارغونه خوښ دي او وايي چې تر دې وړاندې د دې لويې لارې د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو. د نیمروز ځايي مسوولین وايي، د دې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شی او په بشپړیدو سره به یې دخلکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي. د زرنج – دلارام د لویې لارې ډېری برخې د تېرو جګړو له امله ویجاړې شوې دي.



































