په افغانستان کې د امریکا له اوولس کلن حضور وروسته تازه دغه هېواد پرېکړه کړې چې له افغانستان څخه خپل سرتېرې وباسي، چې یاده پرېکړه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له هرکلي سره مخ شوې ده.
د امریکايي سرتېرو له وتلو سره سره د ولسي جرګې غړي یوځل بیا له امریکا سره پر لاسلیک شوي تړون د بیاځلي کتنې او ان ځینې یې د لغوه کېدو غوښتنه کوي.
د دې جرګې غړي وايي چې له امریکا سره شوی تړون له ملي ګټو سره په ټکر کې دی او د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره باید یو ځل بیا پر دغه تړون له سره غور وشي.
د دې جرګې غړي خلیل الله شهید زاده وويل: «څو میاشتې وړاندې ما وړاندیز کړی و چې له امریکا سره دې په شوي امنیتي تړون له سره غور وشي چې متحده ایالتونو د افغانستان پر وړاندې کومې ژمنې درلودې، د شورا اکثریت غړو هم تایید کړ، خو له بده مرغه چې دا څه په اجنډا کې ونه نیول شول.»
د دې جرګې بل غړي عبدالطیف پدرام وویل: «موږ په لومړۍ ورځ وویل چې د امریکایانو حضور دلته اشغالګرانه، وحشتناک او خطرناک دی. د ثبات لامل نه کېږي، د اقتصادي ودې لامل نه کېږي، اوس چې دوی اووه زره سرتېري وباسي، ژر دې ووځي، معلومه ده چې امریکا دلته ماتې خوړلې ده.»
وکیلان وايي چې له امریکا سره د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته، د افغانستان په امنیتي وضعیت کې ښه والی نه دی راغلی او ورځ تر بلې وضعیت د خرابېدو پر لور روان دی.
په ورته مهال وکیلان وايي چې د افغان سولې په تړاو روان مذاکرات د امریکا له لوري پر مخ وړل کېږي چې پر حکومت یې د خلکو باور له منځه وړی دی.
د یادونې ده چې د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې غونډې ته د عدلیې او له نشه یې توکو سره د مبارزې وزیران د انکشافي بودجې د کم مصرف له کبله استیضاح شوي وو، چې له رای ګیرۍ وروسته یې پنځوس جمع یو رایې پوره او یو ځل بیا پر خپلو دندو پاتې شول.