د کابل سېلو په عواید کې زیاتوالی راغلی دی، د کابل سېلو رییس نصرالله منصور وايي، تېر کال د یادې سیلو عواید ۳۳ میلیونه افغانۍ وو، خو د ا.ا له راتګ وروسته د روان کال تر تلې میاشتې يې ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د منصور په وینا، ټاکل شوې ده چې د همدې کال تر پای پورې دغه عواید ۲۰۰ میلیونه افغانیو ته لوړ شي. نوموړي له دولتي ادارو څخه وغوښتل چې د دولتي عوایدو د زیاتوالي او په خپلو پښو د هېواد د سیلوګانو د درېدو لپاره دې له دغه شرکت سره همکاري او قرارداد وکړي. د کابل سېلو اوسمهال د کورنیو چارو له وزارت او د کابل او پولي تخنیک له پوهنتونو سره د قراردادونو له مخې ډوډۍ استوي.



































