د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې افغانستان ته د نويو چاپ شويو پيسو لېږد ته د اجازې ورکول د متحدو ايالتونو او ط البانو تر منځ د اړيکو د ښه کېدو په مانا نه دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس ويلي چې هېواد يې افغانستان ته د پيسو د لېږد اجازه د عامو افغانانو د ښېګڼې لپاره ورکړې ده. پرايس زياته کړې چې د افغاني بانکنوټونو زړښت د عامو افغانانو کار و بار ټکنی کړی و چې له کبله یې دوی د نويو پيسو لېږد ته اجازه ورکړې ده. د يادونې وړ ده چې د امريکا متحدو ايالتونو د روانې اونۍ په پيل کې د افغانستان بانک دوو پولي معاملو ته د اجازې د ورکړې خبر ورکړ. په دې معاملو کې د افغانيو د نويو چاپ شويو بانکنوټونو د چاپ لپاره د پيسو لېږد هم شامل و.



































