تېره ورځ له غرمې وروسته وسله والو د کابل په زړه کې د شهیدانو او معلولینو چارو پر وزارت وسله وال برید وکړ. په لومړي سر کې یوه موټر بم چاودنه شوې او وروسته ځانمرګي بریدګر دغه وزارت ته ننوتل. افغان ځواکونو پوره شپږ ساعته له دغه وسله والو سره نښته وکړه. د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی بریالي شول، چې د معلولینو او شهیدانو چارو وزارت ۳۰۰ کارکوونکي له دغه برید وژغوري. په برید کې د پولیسو په ګډون ۴۳ کسه وژل شوي او تر ۱۰ پورې نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت وایي ددې احتمال شته چې د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه شي.