د ترکيې د معارف بنسټ وايي، غواړي چې افغانستان کې د خپلو ښوونځيو شمېر ډير کړي. دا ژمنه پرون د پوهنې له سرپرست وزير مولوي حبيب الله آغا سره د ترکيې د سفير جهاد ارګينای او ورسره مل پلاوي په کتنه کې شوې ده. کابل کې د ترکيې سفير ويلي چې د ترکيې د معارف بنسټ دا مهال په افغانستان کې ۴۷ فعال ښوونځي لري چې ۶۸۰۰ زده کوونکي پکې په زده کړو او د زرو په شاوخوا کې ښوونکي او خدماتي کارکوونکي پکې پر کار بوخت دي. ده ويلي چې هېواد يې غواړي په جوزجان، ننګرهار، خوست او هلمند ولايتونو کې شپږ نور ښوونځي هم پرانيزي. د پوهنې سرپرست وزير هم د ترکيې د معارف بنسټ هڅې ستايلې او له خپل لوري يې د همکاريو ډاډ ورکړی دی.





























