د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، هڅه کوي چې د افغانستان جلغوزيو ته پر چين سربېره نور نړيوال بازارونه هم ومومي. د پکتيکا قومي مشرانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستيال مولوي قدرت الله جمال سره په کتنه کې د جلغوزيو لپاره د بازار موندلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده. جمال د دې غوښتنې په غبرګون کې ويلي چې چين ته د جلغوزيو صادرات پيل شوي خو په وينا يې چې حکومت غواړي په دې برخه کې يوازې پر چين تکيه ونه کړي، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د دې ګرانبيه مېوې د صادراتو زمينه برابره کړي. د يادونې وړ ده چې چين ته د جلغوزيو صادرات د تېرې لمريزې مياشتې په وروستيو کې بيا پيل شوي دي.



































