په افغانستان کې به د پلان له مخې د امریکايي ځواکونو ماموریت دوام لري. د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ پرون امریکايي ځواکونو ته د خبرو پر مهال ویلي، په دې وروستیو ورځو کې له افغانستان د ۷ زره عسکرو د ایستلو خبره کېږي. دده په وینا په افغانستان کې به د پلان له مخې د امریکايي ځواکونو ماموریت دوام لري او هېڅ شی به بې پلانه نه رامنځ ته کېږي. هغه په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته ویلي، تاسې به نن هم هغه ماموریت مخ ته وړئ چې پرون ورته ګومارل شوي وی او هېڅ راز تغیر د امریکا په تګلاره کې نه دی راغلی. ډانفورډ وایي د امریکا په پلان کې چې هر ډول تغیر راځي تر هر چا وړاندې به په افغانستان کې له مېشت امریکايي قومندان سکاټ مېلر سره سلا کېږي او هغه ته به پلان ورکول کېږي. نوموړي پر امریکايي ځواکونو غږ کړی چې د تل په څېر د ترهګرۍ ضد ماموریت ته ادامه ورکړي.