په دغه غونډه کې هوکړه شوې چې د چابهار بندر له لارې به د ترانیزیت او سوداګرۍ چارې پيل کېږي. درې واړو خواوو په دې غونډه کې همدا راز د ګمرکي، حق العبور او نورو اړوندو قانوني مسایلو په اړه خبرې او بحثونه کړي دي. دوی همدا راز د ترانزیت لپاره د چابهار لارې او سړکونه هم ارزولي دي او په دې برخه کې یې د لا ډېرو اصلاحاتو او رغونو غوښتنه کړې ده. هند، ایران او افغانستان هوکړه کړې چې ددغه بندر د لا ډېر فعالیت او پرمختګ لپاره به کار کوي. چابهار په ایران کې د هند له لوري افغانستان ته جوړ شوی سوداګریز بندر دی چې تر ډېره د کراچۍ بندر بدیل بلل کېږي. هند غواړي له همدې لارې د پاکستان له همکارۍ پرته افغانستان او منځنۍ اسیا ته لار پیدا کړي.