په کابل کې د چين سفير وايي، هېواد يې د افغانستان په چارو کې د نورو هېوادونو د لاسوهنو سخت مخالف دى او چين د افغانستان له ټولو ملي پروسو کلک ملاتړ کوي. د چين سفير لو جين سونګ دغه څرګندونې نن په کابل کې د دغه هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون د ٤٠ مې کليزې په مناسبت يوې ناستې ته وکړې. دغه ناسته چې د چين په سفارت کې جوړه شوې وه. لو جين سونګ ویلي چې هېواد يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې هر ډول مرستو او همکاريو ته چمتو دى. نوموړي د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې يادونه هم وکړه او ويې ويل، چين تل په دې برخه کې د افغان حکومت ملاتړ کړى دی. هغه دغه راز زیاته کړه چې راتلونکى کال د افغانستان او چين د دوستۍ او ملګرتيا ټولنه په رسمي توګه پرانيستل کېږي. سفير وويل، افغانستان او چين نه يواځې ګډ تاريخ لري، بلکې ګډ ارزښتونه هم لري چې بايد وپالل شي.