د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې روان کال يې تر دې مهاله له ۴.۶ ميليونو اړمنو افغانانو سره نغدي مرستې کړې دي. دې ادارې نن په يوه ټويټ کې ويلي چې په ميليونونو افغانانو ته يې پر نغدي مرستو سربېره د کورونو د اړتيا وړ توکي هم ور ويشلي دي. د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ۱.۱ ميليون نور اړمن افغانان هم په نښه شوي چې ډير ژر به ورسره نغدي او د کورونو د اړتيا وړ وسايلو مرستې وشي. له ميليونونو افغانانو سره دا مرسته په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا بشري مرستو ته د افغانانو د اړتياوو د ډيريدو خبر ورکړی او ويلي يې دي چې ۹۰ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري.



































