د غاليو د توليدوونکو او صادروونکو ټولنه وايي چې افغانستان کې د بانکي محدوديتونو له کبله د افغاني غاليو په صادراتو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی. د يادې ټولنې فني مرستيال قربان علي جمشيدزاده وايي چې په لويديځو هېوادونو کې د افغاني غاليو پېرودونکي د بانکونو له لارې افغانستان ته پيسې نه شي را استولی او له سوداګرو غواړي چې غالۍ د پاکستان له لارې ور وليږي او پيسې يې هم د پاکستاني بانکونو له لارې ترلاسه کړي. جمشيدزاده وايي، سره له دې چې پاکستان کې د غاليو د سوداګرو لويه برخه افغانان دي، خو له هغه هېواده صادريدونکې ټولې افغاني غالۍ د پاکستاني غاليو په نوم بهر ته ځي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې تېر کال ۹۲۰ زره متره مربع افغاني غالۍ بهر ته صادرې شوې وې خو د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې بيا دا کچه يوازې ۳۰۰ زره متر مربع ته رسېدلې ده.



































