د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د وخت او څرنګوالي په اړه په ټول هېواد کې د اجماع پر رامنځ ته کېدو کار روان دی، خو ښايي د نوملیکنې موده وغځول شي. ددغه کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوملیکنه د جدیې په لومړۍ نېټه پیل شوې ، خو تر دې دمه هېڅ نوماند د نوملیکنې لپاره نه دی ورغلی. ټاکنو کمیسیون وایي چې د روانې میاشتې تر ۱۲مې به د نوملیکنې پروسه په نورماله توګه روانه وي، خو تر هغه وروسته به د کمیسیون پرېکړې ته په کتو دغه موده غځول کېږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي ددې لپاره چې د نوماندانو لپاره د سلا مشورو زمینه برابره شي او دوی وکړی شي چې د نوملیکنې شرایط پوره کړي نو ښايي د نوملیکنې موده وغځول شي.