د ماشومانو د خونديتوب مؤسسه يا سيف ده چلډرن وايي چې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر نږدې ۵۰ سلنه ډير شوی دی. سيف ده چلډرن وايي چې روان کال د خوارځواکۍ له کبله د بستري شويو افغان ماشومانو شمېر تر پخوا ۴۷ سلنه ډير شوی دی. بې مخينې لوږه د دې لوړوالي لامل بلل شوې ده. سيف ده چلډرن وايي، هڅه کوي چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د تلفاتو کچه را ټيټه کړي، خو وايي په ځينو سيمو کې وضعيت داسې دی چې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان روغتونونو ته تر رسيدو مخکې مري. سيف ده چلډرن د سرچينو کمښت لويه ستونزه بللې او ويلي يې دي چې له همدې کبله د خوارځواکۍ د راټيټولو لپاره روانې هڅې په سلو کې سل نه بريالۍ کيږي.





























