د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی به د سولې په تړاو هند ته سفر کوي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې راتلونکې میلادي میاشت زلمی خلیلزاد هند ته لاړ شي او هلته له هندي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي. هندۍ ایکانومیک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې په سیمه کې د ثبات او سولې راوستو لپاره روانې هڅې د هند له همکارۍ پرته نیمګړې دي، نو له همدې امله خلیلزاد نوي ډهلي ته سفر کوي. خلیلزاد به په دغه سفر کې د امریکا او هند د ګډو اړیکو پر پراختیا او پياوړتیا هم خبرې کوي. تر څنګ به یې هغه د افغان سولې او د افغانستان د پرمختګ لپاره د هند پر همکاریو بحثونه ولري او له دغه هېواد به وغواړي چې د افغانستان د سولې په راتګ او دلته د ترهګرۍ په ختمولو کې خپله همکاري ډېره کړي.